د پښین خانوزي کې د رڼا سل کلن جشن

admin

د بلوچستان ګڼ مېشته پښتني سیمه خانوزي کې د تعلیم شرح د صوبې تر بل هر ځای زیاته ده، چې بنسټ یې یو سل اوه کاله وړاندې مولانا عبدالعلي اخوندزاده د یوه ابتدايي ښوونځي په جوړولو سره اېښی وو، چې اوس ګورنمنټ های سکول خانوزۍ بلل کېږي. د اتوار پر ورځ د دغه ښوونځي سل کلن جشن ولمانځل شو. د بلوچستان ګورنر محمد خان اڅکزي، د قامي اسمبلۍ غړې نسیمه پانېزۍ، د بلوچستان د تعلیم پخوانی وزیر مولانا عبدالواحد صدیقي د بلوچستان ګڼو سیکريټريانو او ګڼ شمېر خلکو په کې ګډون درلود.

  • Was this Helpful ?
  • Yes   No